دامریکا له اوهایو ایالټ څخه دوه ورونه چې ځانونه یې د متحده عربي اماراتو د سلطنتي کورنۍ غړي ښودل، په رشوت ورکولو او د میلیونونو ډالرو په درغلي تورن شوي او د ۲۴ او ۲۳ کلونو لپاره په بند محکوم شوي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې ۴۳ کلن زبیر الزبیر د ۲۴ کالو ،او ۳۳ کلن مزمل الزبیر د ۲۳ کالنو په بند محکوم شوي دي. دغه دوه ورونه د جعلي هویتونو په کارولو سره خپلو قربانیانو ته په څو ایالتونو او ځینو نورو هېوادونو کې دروغجن معلومات ورکړي وو.
همدارنګه مایکل لیون اسمدلي، د کلیولنډ ختیځ ښار پخوانی چارواکی، په ۹۷ میاشتو بند محکوم شوی چې لږ څه له ۸ کلونو څخه زیات دي.
دغه درې واړه کسان د دوه اوونیو نه زیاتې محکمې وروسته مجرم وپېژندل شول. په دې محکمه کې ۳۵ شاهدانو شهادت ورکړی او ۳۲۴ اسناد کتل شوي.
د هغوی پر ضد مطرح شوي تورونه د رشوت ورکولو د توطئې، درغلۍ، پیسو مینځلو، د دولتي بودجې غلا او د جعلي مالیاتو د اظهارنامو په برابرولو کې شامل دي.
څارنوالانو ویلي، دغه دوه ورونه د ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د بېلابېلو درغلیو له لارې له قربانیانو پیسې ترلاسه کړي دي. دغه قضیې د پانګونې درغلۍ، د کرونا د بیړني پورونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه، د کریپټو استخراج او جعلي ځمکنۍ معاملې شاملې دي.
یوه لویه قضیه د یوه چینایي پانګوال سره تړاو لري. د محکمې اسنادو پر بنسټ، دغو دوو ورونه له هغه څخه ۱۷.۸ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او ادعا یې کړې وه چې په ایسټ کلیولنډ کې د یوې لویې صنعتي ودانۍ مالکیت لري.
په بله قضیه کې، دغو دوو ورونو په یوه کریپټو پروژه کې د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت برخه لرله. څارنوالان وایي، دوی د ۲۰۲۱ کال په جولای کې له یوه چینایي مېرمنې سره چې د کریپټو استخراج برخه کې فعاله وه، پیسې ترلاسه کړي وې.
څارنوالانو ویلي، زبیر الزبیر په دروغو ادعا کوله چې د یوه اماراتي شهزادګۍ سره واده کړی دی. مزمل الزبیر هم ځان د یوه هیز فنډ(د خطر ساتنې صندوق)مدیر ښودلی و.
د محکمې وړاندې شوي اسناد ښيي چې دغه دوه ورونه له خپلو قربانیانو ترلاسه شوې پیسې په لوکس ژوند مصرف کړې دي. دوی ګاڼې، قیمتي ساعتونه، لوکس موټرونه، له ۸۰ څخه زیاتې وسلې او یوه د AK-47 په څېر د سرو زرو پوښښ لرونکی ټوپک اخیستی وو.
د خپرو شوو معلوماتو پر اساس، دغه دوه ورونه د کورني او بهرني سفرونو لپاره شخصي جټ کارولې او مایامي، لندن، بخارست او مادرید ته سفرونه کړي دي. دوی په قیمتي هوټلونو کې استوګن وو او لوکس پیرودونه یې کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، دغه دوه ورونه د خپلې کړنې د پرمختګ لپاره له مایکل اسمدلي، د کلیولنډ ختیځ ښار پخواني ښاروال د دفتر رئیس، سره نږدې اړیکې درلودې.
څارنوالانو همدا راز ویلي، دوی د اسمدلي د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره د کلیولنډ براونز ټیم ځانګړي ټکټونه، سګرټ، د جاپاني واګيوی قیمتي غوښه، په لوکس رستورانتونو کې ډوډۍ او د راتلونکي دندې وعدې ورته ورکړې دي. اسنادونه ښيي چې اسمدلي ته نقدې پیسې هم ورکړل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








