TOOSnews
اعلان
شاهد افريدى خپل مډال وژل شوو پاكستاني ځواكونو ته ډالۍ كړ.
ورزشټوس نیوز

شاهد افريدى خپل مډال وژل شوو پاكستاني ځواكونو ته ډالۍ كړ.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان پخوانی کرکټ لوبغاړی شاهد افریدی وايي، د پاکستان لومړي وزیر ورته د هېواد د ویاړ لوړ مډال ورکړی دی. نوموړي ویلي، دا یوازې د ده شخصي ویاړ نه، بلکې د ټول پاکستاني ملت بریا ده.

شاهد افریدی دغه مډال د پاکستان هغو ځواکونو ته ډالۍ کړی چې په وروستیو نښتو کې وژل شوي دي. هغه ویلي، د هېواد د امنیت لپاره د ځواکونو قربانۍ باید وستایل شي.

بلخوا، شاهد افریدی په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو خلکو له نیوکو سره هم مخ دی. منتقدین وایي، نوموړی د خپل ولس د ستونزو پر ځای تل د نورو لپاره دریځ نیسي او له همدې امله پرې نیوکې کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.