باوري سرچینې وایي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني له متحده عربي اماراتو تر وتلو وروسته بریټانیا ته سفر کړی او دا مهال په لندن ښار کې اوسي.
د دغو سرچینو په وینا، غني له اماراتو تر وتلو وروسته بریټانیا ته تللی، خو تر اوسه یې په رسمي ډول په لندن کې د خپل حضور په اړه څه نه دي ویلي او نه یې دغه راپورونه تایید کړي او نه یې رد کړي دي.
اشرف غني تر دې مخکې ویلي وو چې له متحده عربي اماراتو تر وتلو وروسته غواړي خپل سیاسي فعالیتونه بیا پیل کړي او خپل نظرونه او پروګرامونه د افغانستان له خلکو سره شریک کړي.
سره له دې چې د افغانستان د پخواني ولسمشر د اوسني استوګنځي په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي، خو تر اوسه نه د هغه له لوري او نه هم د هغه د نږدې همکارانو له دفتره په دې اړه کومه رسمي اعلامیه خپره شوې ده.
له همدې امله، په لندن کې د اشرف غني د استوګنې په اړه معلومات لا هم د باخبرو سرچینو د راپورونو تر کچې محدود دي، او تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به نوموړی په دې اړه خپل رسمي دریځ څرګند کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








