TOOSnews
اعلان
سرچینې: طالبانو د شنبې ورځ د هرات ښار په زاړه ښار کې یو شمېر ښځې نیولې دي.
افغانستانټوس نیوز

سرچینې: طالبانو د شنبې ورځ د هرات ښار په زاړه ښار کې یو شمېر ښځې نیولې دي.

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینو په هرات کې رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د شنبې په ورځ هم د هرات ښار د زاړه ښار په څلورسوک سیمه کې یو شمېر ښځې نیولې دي.

د سرچینو په وینا، د نیول شویو ښځو دقیق شمېر لا نه دی معلوم، خو دغه نیونې په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تازه اقداماتو د لړۍ دوام بلل کېږي.

تر لاسه شوي معلومات ښيي چې یوه تر ۱۸ کلونو کمه نجلۍ هم د مخ پټونکي د نه اغوستلو په تور د طالبانو له خوا نیول شوې ده.

همدارنګه، په هغې ویډیو کې چې رسنیو ته رسېدلې، لیدل کېږي چې یو شمېر ښاریان د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اړوند د یوه موټر شاوخوا راټول شوي دي. د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

په هرات کې د ښځو نیولو اوس دویمه اوونۍ شوې او د دې بهیر دوام د افغانستان دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په تېرو ورځو کې د هرات په بېلابېلو سیمو کې د لسګونو ښځو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وو، چې د مدني فعالانو، د بشري حقونو بنسټونو او یو شمېر ښاریانو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د دغو نیونو دوام په هرات کې د عامه ناخوښۍ د زیاتېدو لامل هم شوی او په وروستیو ورځو کې په دې ولایت کې د اعتراضونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په هرات کې د وروستیو نیونو او د نیول شویو ښځو پر وړاندې د مطرح شویو تورونو د جزئیاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.