ځايي سرچینې په بدخشان ولایت کې وایي چې د نسي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، دغه کسان هغه مهال ووژل شول چې د طالبانو د ځواکونو موټر سیند ته ولوېد.
د دې پېښې د لامل په اړه بېلابېل روایتونه خپاره شوي دي. یو شمېر ځايي سرچینې وایي، د طالبانو د ځواکونو موټر تر راکټي برید وروسته سیند ته لوېدلی، خو ځینې نورې سرچینې دا پېښه د موټر د اوښتو او یوې ترافیکي پېښې پایله بولي. تر اوسه هېڅ رسمي سرچینې دا روایتونه نه دي تایید کړي.
د احتمالي وسلهوال برید په اړه ګنګوسې له هغه وروسته راپورته شوې چې ویل کېږي دغه ځواکونه د طالبانو د هغه کاروان برخه وو چې نسي ولسوالۍ ته استول شوی و. د خپرو شویو راپورونو له مخې، دغه استول د طالبانو د تاجکتوکمه سیمهییز قوماندان جمعهخان فاتح له منسوبو مخالفتونو وروسته ترسره شوي دي. ویل کېږي طالبانو د هغه له پلویانو څخه د وسلو د راټولولو لپاره بدخشان ته مرستندویه ځواکونه استولي وو.
په همدې حال کې، د افغانستان په شمالختیځ کې ځینو خبریالانو د ځايي سرچینو په حواله د وژل شویو کسانو د نومونو لېست هم خپور کړی دی. د دې لېست له مخې، وژل شوي کسان د میدان وردګو، لوګر او پکتیا ولایتونو اوسېدونکي وو. ځینو د همدې معلوماتو پر بنسټ ادعا کړې چې دغه ځواکونه په دې وروستیو کې په بدخشان کې د کړکېچونو د کنټرول لپاره استول شوي وو. خو دا ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د طالبانو د دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب، بدخشان ولایت ته سفر کړی دی. د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې نوموړي د دې ولایت له سرحدي ولسوالیو څخه لیدنه کړې او د سرحدي ځواکونو پر پیاوړتیا او د دغو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره یې د نورو ځواکونو پر استولو ټینګار کړی دی.
بلخوا، ځینې غیررسمي راپورونه وایي چې د ملا محمد یعقوب د بدخشان سفر د طالبانو د داخلي اختلافاتو د حل او له یوه سیمهییز قوماندان سره د شته کړکېچ د هواري په موخه ترسره شوی دی. خو د طالبانو د دفاع وزارت په خپله رسمي خبرپاڼه کې دې موضوع ته هېڅ اشاره نه ده کړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








