د هسپانیې د فوټبال ملي ټیم له بلجیم سره په یوه ډراماټیکه لوبه کې د بریا په ترلاسه کولو سره، د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره وموندله. ماتادورانو په دې نږدې او زړه پورې لوبه کې بلجیم ته ۲ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړه او خپل ځان یې د دې سیالیو د غوره څلورو ټیمونو په کتار کې ځای کړ.
هسپانیا لوبه غوره پیل کړه او په ۳۰مه دقیقه کې د «فابیان روییس» په ګول سره له خپل سیال څخه مخکې شوه. خو بلجیم ډېر ژر غبرګون وښود او «شارل دِ کِتِلاره» په ۴۱مه دقیقه کې مساوي ګول وواهه، ترڅو دواړه ټیمونه په مساوي پایلې سره د استراحت خونې ته لاړ شي.
په دویمه نیمایي کې دواړو ټیمونو د پایلې بدلولو لپاره چانسونه لرل، خو په داسې حال کې چې لوبه وروستیو دقیقو ته نږدې کېدله، «میکل مرینو» په ۸۸مه دقیقه کې وتوانېد چې د بلجیم دروازه خلاصه کړي او هسپانیې ته یو ځل بیا برتري ور په برخه کړي.
بلجیم په پاتې دقیقو کې هڅه وکړه چې لوبه مساوي کړي، خو د هسپانیې دفاعي کرښې مقاومت وکړ او د لوبې د پای په شپیلۍ سره نیمه پایلوبې ته د ماتادورانو تګ قطعي شو.
په دې بریا سره، هسپانیا د ۲۰۲۶ نړیوال جام له څلورو وروستیو ټیمونو څخه یو شو او په نیمه پایلوبه کې به د فرانسې پر وړاندې لوبېږي؛ هغه لوبه چې د اروپا د فوټبال د دوو سترو قدرتونو ترمنځ ترسره کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








