د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا وايي، له هغې یوې پېړۍ وروسته چې شاه امانالله خان د هېواد د پرمختګ، قانونپالنې او اصلاحاتو لپاره هڅې پیل کړې، لا هم په افغانستان کې د پرمختګ او ټولنیز عدالت پر وړاندې جدي مخالفتونه شته.
سپنتا د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د شاه امانالله خان او د هغه د همفکره اصلاحاتو دوره د افغانستان د پرمختګ او قانونپالنې لپاره «له ویاړه ډک څپرکی» و، خو د نوموړي په وینا، دغه بهیر د هېواد دننه د «وروسته پاتې مفکورې» پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.
نوموړي ویلي، له سلو کلونو تېرېدو سره سره لا هم په افغانستان کې د پرمختګ، قانونمندۍ او ټولنیز عدالت پر وړاندې «سخته او وېروونکې دښمني» روانه ده.
سپنتا زیاته کړې، هغه مهال چې د پرمختګ او وروسته پاتې فکر ترمنځ په شخړه کې کومې پوښتنې مطرح وې، نن هم په لا ډېر شدت سره مطرح دي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان نارینه او ښځې حق لري چې د خپل برخلیک په اړه خپله پرېکړه وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








