علي یعقوبي، د طنزي پروګرامونو «خند و قند» او «جیم ټولګي» لیکوال او ډایرکټر، اعلان کړی چې د دغو دوو پروګرامونو تولید د مالي سرچینو د کموالي او د طلوع تلویزیون په غوښتنه بند شوی دی.
د هغه په وینا، یوازې څو مخکې له مخکې ثبت شوي قسمتونه به په راتلونکو ورځو کې د طلوع تلویزیون له لارې خپاره شي، او له هغې وروسته به د نویو پروګرامونو د خپرېدو بهیر ودرول شي.
طلوع تلویزیون تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او په رسمي ډول یې د دغو دوو پروګرامونو د تولید د درولو په اړه څه نه دي ویلي.
«خند و قند» او «جیم ټولګی» له هغو مشهورو طنزي پروګرامونو څخه وو چې په هراتي لهجه جوړېدل او د تېرې مودې په ترڅ کې د طلوع تلویزیون لپاره تولید او خپرېدل، او پراخ لیدونکي یې لرل.
د دغو پروګرامونو د تولید بندېدو اعلان په داسې حال کې شوی چې د افغانستان ډېری رسنۍ د جمهوري نظام له سقوط وروسته له مالي ستونزو، د عوایدو له کمښت او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








