TOOSnews
اعلان
له اروپا تر افغانستانه په بايسكل راغلى سویډنی سيلانى واخان ته روان دى.
کلتور او هنرټوس نیوز

له اروپا تر افغانستانه په بايسكل راغلى سویډنی سيلانى واخان ته روان دى.

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یو سویډنی سیلانی، چې له اروپا څخه په بایسکل افغانستان ته تللی، وايي په راتلونکو اونیو کې به د بدخشان واخان دهلېز ته هم د بایسکل په وسیله سفر وکړي.

هدفین، چې دوه اونۍ وړاندې افغانستان ته رسېدلی، ویلي غواړي د واخان سخت او غرنی مسیر هم په بایسکل ووهي.

هغه د طالبانو اړوند رسنیو ته ویلي، افغانستان د طبیعي ښکلاوو هېواد دی او غرونه، شنې درې او ښکلې هوا یې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره ځانګړی جذابیت لري.

د بدخشان د شهر بزرگ ولسوالۍ، چې د واخان پر لور د تګ له مهمو سیمو څخه ده، په وروستیو کې د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی. د معلوماتو له مخې، دغه ولسوالۍ هره ورځ د سلګونو سیلانیانو کوربه وي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.