د سویس پولیسو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د وینترتور ښار د اورګاډي په تمځای کې د چاقو برید، چې درې کسان یې ټپیان کړل، یو «ترهګریز عمل» و.۳۱ کلن شکمن کس چې د سویس او ترکیې دوهګونی تابعیت لرونکی او د زوریخ شمال ته د وینترتور اوسېدونکی دی، له برید وروسته سمدستي ونیول شو.
دغه پېښه د سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې د ځایي وخت له مخې رامنځته شوه. د زوریخ کانتون د امنیت مشر، ماریو فهر، دا برید یو «وحشیانه ترهګریز عمل» وباله او ویې ویل چې پولیسو «پر وخت او ښه اقدام وکړ او د یوې لوی ناورین مخه یې ونیوله.»
ښاغلي فهر په یوه خبري کنفرانس کې د یوې ښځینه ښوونکې د زړورتیا ستاینه وکړه، چې د خپلو زدهکوونکو د ساتنې لپاره یې د بریدګر مخې ته ودریده. هغه وویل: «هلته څو زړور کسان موجود وو او هغې ښوونکې بېسارې مېړانه وښوده.»
د زوریخ کانتون د پولیسو قوماندان، ماریوس وایرمان، هم وویل چې په ۲۰۱۵ کال کې پولیسو ته د شکمن کس په اړه معلومات ورکړل شوي وو، ځکه چې هغه د داعش ډلې تبلیغات خپرول او نشرول. هغه ټینګار وکړ: «د دې عمل انګېزه باید له افراطګرایي سره تړاو ولري.»
سویسي ورځپاڼې «بلیک» یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري یو سړی د وینترتور د تمځای له تالاره بهر منډه وهي او د «الله اکبر» شعار ورکوي.
د طبي راپورونو له مخې، د دې پېښې درې واړه ټپیان اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. یو کس په پښه، بل په غاړه او درېیم کس په ورون کې ټپي شوی دی. د زوریخ د پولیسو قوماندان وویل چې درېیم ټپي د سختو ټپونو له امله بېړني عملیات ته اړتیا پیدا کړه.
دا برید په داسې حال کې شوی چې سویس تر اوسه د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله تر ډېره د ترهګریزو ګواښونو او ورته بریدونو څخه خوندي پاتې شوی و.
لیکواله:سلیمه حکیمي








