احمد جي، چې د سوریې ۲۵ کلن وګړی دی، د اتریش د کلاګنفورټ په محکمه کې د تېر کال د مرګوني برید په ترسره کولو اعتراف وکړ او ویې ویل چې موخه یې دا وه چې د ډېرو کسانو له وژلو وروسته د پولیسو له خوا ووژل شي.
د دې تورن د قضیې وروستۍ محکمه د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۶مه، د کرنټن ایالت د کلاګنفورټ په سیمهییزه محکمه کې ترسره شوه. نوموړي د محاکمې پر مهال ټول لګول شوي تورونه ومنل او خپلې پخوانۍ څرګندونې یې هم تکرار کړې.
احمد جي محکمې ته وویل چې غوښتل یې له ۱۴ تر ۱۵ کسانو پورې ووژني، څو په پای کې پولیس پرې ډزې وکړي. هغه همدارنګه ځان د داعش ډلې غړی وباله او ادعا یې وکړه چې د ټیکټاک ټولنیزې شبکې له لارې د داعش له تبلیغاتي ویډیوګانو سره اشنا شوی او له دې ډلې سره یوځای شوی دی.
د محکمې منصفه پلاوي د دوسیې له ارزونې وروسته نوموړی په عمري بند محکوم کړ. قضايي چارواکو ویلي چې د امنیتي اندېښنو له امله به هغه د یوه فوقالعاده خوندي زندان په انفرادي کوټه کې وساتل شي.
دا برید د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۱۵مه د اتریش په ویلاخ ښار کې ترسره شوی و. احمد جي د مذهبي شعارونو په ورکولو سره پر خلکو د چاقو برید وکړ. د دې برید په پایله کې یو ۱۴ کلن ځوان ووژل شو او څلور نور کسان ټپیان شول.
بریدګر په پای کې د یوه بل سوري وګړي له خوا ودرول شو او مهار کړای شو. د هغه دې اقدام د برید د دوام او د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو مخه ونیوله.
علاءالدین الحلبي، چې ۴۲ کلن سوري دی او د «ویلاخ اتل» په نوم مشهور شوی، د برید د مخنیوي او د ګڼو خلکو د ژوند د ژغورلو له امله د اتریشي چارواکو له خوا وستایل شو. د راپورونو له مخې، نوموړي ته به اوس د اتریش تابعیت هم ورکړل شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








