د طالبانو د کابل امنیې قومندانۍ ویلي چې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان د شاوخوا نیم کیلوګرام سرو زرو د غلا په تور نیولي دي.
د طالبانو په وینا، په نیول شویو کسانو کې یوه ښځه، د هغې خاوند او یو زرګر شامل دي. ویل شوي چې یادې ښځې د کلا فتحالله سیمې په یوه کور کې د کار پر مهال له هغه ځایه شاوخوا نیم کیلوګرام سره زر او نږدې ۷۰ زره افغانۍ غلا کړې وې.
طالبانو زیاته کړې چې د پلټنو په ترڅ کې یې تورن کسان نیولي او غلا شوي سره زر او نغدې پیسې یې بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارلې دي.
طالبانو تر اوسه د دې قضیې په تړاو نور جزییات نه دي خپاره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








