د کندهار یو شمېر هټۍوال او سوداګر وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست دوی ته لارښوونه کړې چې ټول هغه توکي له هټیو ټول کړي یا یې انځورونه پاک کړي چې د ښځو انځورونه پرې چاپ شوي وي.
د دوی په وینا، دغه محدودیت یوازې د پلور لپاره موجودو توکو پورې نه محدودېږي، بلکې سوداګرو ته خبرداری هم ورکړل شوی چې په راتلونکي کې دې داسې توکي نه واردوي، ځکه که د ښځو یا نورو انځورونه پرې وي، په ګمرکونو کې به محصول نهشي او مالونه به بند پاتې شي.
د کندهار یو هټۍوال، داوود شاه، وایي: «د امر بالمعروف کسانو موږ ته وویل چې ټول هغه کریمونه، شامپوګانې، نکریزې، د ویښتو رنګونه او نور د سینګار توکي چې د ښځو انځورونه پرې دي، باید یا یې انځورونه پاک کړو او یا یې له الماریو لرې کړو. دوی وویل، که دا کار ونه کړئ، موږ به یې درڅخه ټول کړو.»
یو سوداګر چې د سینګار توکو واردوونکی دی، وایي دغه پرېکړه به د دوی پر کاروبار مستقیم اغېز وکړي. د هغه په وینا، د ګمرک چارواکو هم ورته ویلي چې له دې وروسته دې داسې توکي نه واردوي چې د ښځو یا نورو انځورونه پرې وي، ځکه په دې صورت کې به محصول نهشي او مالونه به بند پاتې شي.
د هټۍوالو او سوداګرو په باور، دا نوی محدودیت به د سینګار او روغتیايي توکو پر بازار او سوداګرۍ منفي اغېز ولري.
لیکوال:سعید سمیر








