ځايي سرچينې وايي چې په کابل کې د طالبانو د والي مرستيال قدرت الله اميني له يوې بريد هڅې څخه روغ وتلی دی.
سرچينو د جمعې په ورځ، د غبرګولي ۱۵مه، رسنيو ته ويلي چې شاوخوا د ماسپښين په يوه بجه، هغه کس چې غوښتل يې پر قدرت الله اميني بريد وکړي، هدف ته له رسېدو مخکې يې له ځان سره لېږدول شوي چاودېدونکي توکي د هغه د کور په شاوخوا کې وچاودول.
هغه ويډيوګانې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې دي، ښيي چې د طالبانو ځواکونو يو ټپي کس د رنجر موټر ته انتقالوي. خو تر اوسه د دغه کس هويت او له يادې پېښې سره يې احتمالي تړاو نه دی تاييد شوی.
د دې خبر تر خپرېدو پورې د چاودنې د ډول، د احتمالي مرګ ژوبلې د شمېر او د اوښتو زيانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
قدرت الله اميني، چې د پنجشير ولايت اصلي اوسېدونکی دی، تر دې وړاندې په پنجشير کې د طالبانو د والي په توګه دنده ترسره کړې او اوس مهال د کابل د والي د مرستيال په توګه کار کوي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








