د بادغیس ولایت سیمهییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي دي. د طالبانو چارواکو هم د دغو دوو کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.
د بادغیس د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي ویلي، چې دغه دوه کسان د هغه څه غړي وو چې طالبان یې «د شر او فساد ډله» بولي. نوموړي د هغوی د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د ښاغلي صدیقي په وینا، پېښه چهارشنبې، د زمري په ۲۸مه، شاوخوا د مازدیګر په ۴:۰۰ بجې د قلعهنو ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د «قادرس بندر» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه ادعا کړې چې دغه دوه کسان هغه مهال د طالبانو د ځواکونو له خوا په نښه او ووژل شول، چې غوښتل یې د طالبانو پر یوه پوسته لاسي بم وغورځوي.
خو خپلواکې سرچینې تر اوسه نه دي توانېدلي چې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند ادعا، د پېښې څرنګوالی او د وژل شویو کسانو هویت په خپلواکه توګه تایید کړي.
یوه سیمهییزه سرچینه هم وايي، چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو په دې سیمه کې دوه کسان په ډزو وژلي دي. دغه سرچینه زیاتوي چې د وژل شویو کسانو د هویت او فعالیتونو په اړه کره معلومات نه لري.
طالبان معمولاً خپل وسلهوال مخالفین د «شر او فساد ډلې» په نوم یادوي. خو تر اوسه د وژل شویو کسانو د کومې مشخصې وسلهوالې ډلې سره د تړاو په اړه خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه په داسې حال کې راپور شوې چې طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې هم د څه باندې ۱۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې دغه کسان غله وو او له طالب ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
سره له دې، د دغو کسانو د وژل کېدو د څرنګوالي او د پېښو د شرایطو په اړه خپلواک او د باور وړ جزئیات تر اوسه د معتبرو سرچینو له خوا په پراخه کچه نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








