د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د «غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د مکلفیتونو د ارزونې قانون» د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده له توشیح وروسته خپور شوی دی.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد قانون په ۴ فصلونو او ۳۱ مادو کې تنظیم شوی او د هغه د پلي کولو مسؤلیت د سترې محکمې د نظامي مرستیالۍ اړوند د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د ارزونې ریاست ته سپارل شوی دی.
د دغه قانون له مخې، د هغو کسانو د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو د ثبت، انتقال، تصدیق او مدیریت چوکاټ ټاکل شوی چې غایب یا ورک شوي وي. همدارنګه د دغو شتمنیو د ساتنې او اداره کولو څرنګوالی تر هغه وخته مشخص شوی چې مالکین یا د هغوی وارثان مراجعه وکړي.
په دې قانون کې د غایبو اشخاصو د شتمنیو بیتالمال ته د سپارلو شرایط او همدارنګه مالکینو یا وارثانو ته د بېرته سپارلو اصول تشریح شوي دي. سربېره پر دې، اړوند ریاست مکلف شوی چې هغه ملکیتونه خوندي وساتي چې د کوم شخص په واک کې نه وي او د غصب له ګواښ سره مخ وي.
د قانون د ۹مې مادې له مخې، هر کله چې د غایب شخص مالک، وارث یا قانوني وکیل مراجعه وکړي، نو ملکیت به د قاضي د حکم پر بنسټ بېرته هغه ته وسپارل شي.
همدارنګه، د هغو شتمنیو یا د هغوی د عوایدو سپارل هغو کسانو ته چې طالبان یې «ساعي بالفساد» بولي، د طالبانو د مشر د مستقیم حکم پورې تړل شوي دي. همدارنګه هغه ملکیتونه چې مالکین یې مړه شوي وي او مستحق وارث ونه لري، بیتالمال ته انتقالېږي.
د دې قانون د ۲۹مې مادې له مخې، هغه کورونه چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یا وروسته په خپلسر ډول د اشخاصو یا ادارو له خوا نیول شوي وي، باید د قاضي د حکم له مخې اصلي مالک یا د هغه شرعي وکیل ته بېرته وسپارل شي.
دغه قانون د ملکیتونو د ثبت، کرایه ورکولو، پېر او پلور، د مستأجرینو مسؤلیتونو، د شرعي وکالت شرایطو او له هېواده بهر صادر شوو وکالتلیکونو د اعتبار په ګډون نور موضوعات هم رانغاړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








