د طالبانو د بدخشان ولایت د پولیسو قوماندانۍ د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور رئیس، ذبیحالله امیري، د وژل کېدو خبر تأیید کړی دی. د طالبانو د پولیسو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نوموړی د سېشنبې په سهار، د زمري ۶مه، د بهارک–فیضآباد پر سړک خپل کاري دفتر ته د تګ پر مهال د دوو موټرسایکل سپرو کسانو په برید کې وژل شوی.
طالبانو ویلي چې د ذبیحالله امیري ساتونکو له برید وروسته له بریدګرو سره په نښته کې یو بریدګر وژلی. دې ډلې د بریدګرو د هویت او د برید د انګېزې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د بدخشان د طالبانو د پولیسو ویاند، احسانالله کامګار، هم ویلي چې د دې برید «دویم عامل» د طالبانو ځواکونو له خوا نیول شوی. د هغه په وینا، د پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د سېشنبې په ورځ، د زمري ۶مه، ترور شوی دی. د سرچینو په وینا، دا پېښه د بهارک ښار ته نږدې د کولدښت په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې برید کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رئیس موټرچلوونکی هم ټپي شوی دی. سرچینو زیاته کړې چې طالبانو له برید وروسته سیمه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې راوستې ده.
د سرچینو په وینا، د ذبیحالله امیري جسد د بهارک کلینیک ته لېږدول شوی او تر دې وروسته د دغه روغتیايي مرکز کارکوونکي له ځایه وتلي دي. طالبانو تر اوسه د راپور د دې برخې په اړه څه نه دي ویلي.
راپورونه ښيي چې ذبیحالله امیري له خپل کور څخه د بهارک ښار نه د فیضآباد ښار پر لور د خپل دفتر ته د تګ پر مهال تر برید لاندې راغلی دی. تر اوسه هېڅ شخص یا ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.
د طالبانو د دې چارواکي وژل کېدل په داسې حال کې شوي چې په وروستیو ورځو کې په بدخشان ولایت کې د طالبانو د وسلهوالو مخالفینو، په ځانګړې توګه د افغانستان د آزادۍ جبهې، د بریدونو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي. خو تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت یا له هغه سره خپل تړاو نه دی تأیید کړی.
لیکواله:سلیمه آریایي








