TOOSnews
اعلان
طالبان مامورينو ته: ږيرې مه كموئ، كنه له سخت غبرګون سره به مخ شئ.
افغانستانټوس نیوز

طالبان مامورينو ته: ږيرې مه كموئ، كنه له سخت غبرګون سره به مخ شئ.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د ننګرهار د مستوفيت کارکوونکو ته د لوی اختر له رخصتۍ وروسته نوې سپارښتنه کړې، چې خپلې ږيرې دې نه کموي او د ويښتانو بڼه دې هم د دوی له ټاکل شويو اصولو سره سمه وساتي.

په خپره شوې خبرتيا کې خبرداری ورکړل شوی، که څوک له دغو لارښوونو سرغړونه وکړي، نو له جدي چلند او سزا سره به مخ شي.

بلخوا، ځينو سرچينو ويلي چې د ننګرهار مستوفي نورالحسن محسن پر مامورينو فشار زيات کړی، څو ټاکل شوي عوايد په بشپړ ډول راټول کړي. د سرچينو په وينا، د نوموړي نفوذ د هغه د کورنۍ د اړيکو له امله زيات شوی او له همدې کبله ډېری مامورين نه شي کولی ورسره مخالفت وکړي.

سرچينې زياتوي، که څه هم رسمي کاري وخت تر څلورو بجو پورې دی، خو کارکوونکي تر هغه وروسته هم په دفترونو کې ساتل کېږي او د اضافي وخت په بدل کې کوم امتياز نه ورکول کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.