TOOSnews
اعلان
طالبانو د افغان نامتو څېړونکي او ليکوال حبيب‌الله رفيع د راستنېدو هرکلی کړی.
کلتور او هنرټوس نیوز

طالبانو د افغان نامتو څېړونکي او ليکوال حبيب‌الله رفيع د راستنېدو هرکلی کړی.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پښتو ژبې د نامتو څېړونکي او لیکوال حبیب‌الله رفیع افغانستان ته د هغه له راستنېدو هرکلی وکړ. د دې وزارت چارواکو له نوموړي سره په لیدنه کې، د هغه د علمي او فرهنګي فعالیتونو د قدردانۍ په توګه د عزت پګړۍ پر سر ور وتړله.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي ۲۸ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ یو پلاوی، چې د هنر او فرهنګ معین، مهاجر فراهي د نشراتو معین، رحمت‌الله نړیوال حقوقي سلاکار، صفی‌الله رائد د څارنې رئیس، او حبیب‌الله غفران د وزارت ویاند پکې شامل وو، د حبیب‌الله رفیع د هرکلي لپاره د هغه د استوګنې ځای ته ورغلي وو.

د خبرپاڼې له مخې، عتیق‌الله عزیزي په دې لیدنه کې حبیب‌الله رفیع د پښتو ژبې له وتلو څېړونکو څخه وباله او د هغه د علمي او فرهنګي خدمتونو ستاینه یې وکړه. هغه د ښاغلي رفیع رول د ژبپوهنې او تاریخي څېړنو په برخه کې مهم وباله.

د هنر او فرهنګ معین همدارنګه اعلان وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د حبیب‌الله رفیع د آثارو او څېړنو د چاپ او خپرولو په برخه کې اړینه همکاري او ملاتړ وکړي.

حبیب‌الله رفیع د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته کاناډا ته کډه شوی و. هغه د غبرګولي په ۲۶مه کابل ته راستون شو.

ښاغلی رفیع د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د علومو اکاډمۍ غړی و او د خپل فعالیت په اوږدو کې یې د پښتو ژبې او د افغانستان د تاریخ په برخه کې ګڼ شمېر څېړنې ترسره کړې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.