د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ افغان طالبان تورن کړي، چې د خيبر پښتونخوا په هغو ولسواليو کې چې د ډیورند کرښې ته نږدې دي، ملکي وګړي په قصدي ډول په نښه کوي.
نوموړي دا کړنې «غيرانساني او دوکهکوونکي» بللي او زياته کړې یې ده،چې طالبان د جګړې له ډګر څخه تر تښتېدلو وروسته پر ملکي سيمو بريدونو ته مخه کړې ده.
تارړ ټينګار کړی، چې دا ډول بريدونه له نړيوالو بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده او بايد په کلکه وغندل شي.
لیکوال:سعید سمیر








