د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ د کانټیننټال جام سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې له روسیې سره ۳-۳ مساوي وکړه او په دې سیالیو کې یې خپله لومړنۍ نمره ترلاسه کړه.
دا لوبه د چهارشنبې په ورځ، د زمري ۱۴مه، د مازدیګر په ۳:۳۰ بجو په تایلنډ کې پیل شوه او د دواړو لوبډلو په ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.
روسیې د لوبې په اوومه دقیقه کې لومړی ګول وواهه، خو یوازې یوه دقیقه وروسته اکبر کاظمي د افغانستان لپاره د مساوي ګول په وهلو سره لومړۍ نیمایي د ۱-۱ په پایله پای ته ورسوله.
په دویمه نیمایي کې روسیه یو ځل بیا مخکې شوه، خو د افغانستان ملي لوبغاړو د دوو ګولونو په وهلو سره پایله د خپل ځان په ګټه واړوله. سره له دې، روسیې د لوبې په وروستیو شېبو کې درېیم ګول هم وواهه او لوبه د ۳-۳ په مساوي پای ته ورسېده.
په دې پایلې سره افغانستان په دې سیالیو کې خپله لومړنۍ نمره ترلاسه کړه او د یوې نمرې څښتن شو. روسیې هم له پنځو نمرو سره د ګروپي پړاو سیالۍ ته دوام ورکړ.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپلو دوو مخکینیو لوبو کې له تایلنډ څخه ۶-۱ او له ویتنام څخه ۲-۱ ماتې خوړلې وې.
لیکواله:سلیمه آریایي








