TOOSnews
اعلان
افغان ابداليان په درې اړخيزو سياليو كې د كډون لپاره سريلانكا ته روان شول.
ورزشټوس نیوز

افغان ابداليان په درې اړخيزو سياليو كې د كډون لپاره سريلانكا ته روان شول.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د هېواد د کرکټ الف لوبډله «افغان ابدالیان» به د سریلانکا په کوربه‌توب د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

د کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، په دغو سیالیو کې به د افغانستان ترڅنګ د هند الف او د سریلانکا الف لوبډلې هم برخه واخلي. ټاکل شوې چې دغه سیالۍ د ځوانو او راتلونکو لوبغاړو ترمنځ د استعدادونو د ودې او نړیوالې تجربې ترلاسه کولو لپاره مهم فرصت برابر کړي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، لوبلړۍ به د جون په ۹مه نېټه د سریلانکا په ډمبولا ښار کې پیل او د جون تر ۲۱مې پورې به دوام وکړي.

په لومړي پړاو کې به هره لوبډله څلور لوبې ترسره کړي، څو د پایلوبې لپاره غوره ټیمونه وټاکل شي.

افغان ابدالیان به خپله لومړۍ لوبه د جون په ۱۱مه نېټه د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د کرکټ شنونکي باور لري، چې دا ډول سیالۍ د ځوانو افغان لوبغاړو لپاره مهم فرصتونه برابروي، څو خپل استعدادونه وښایي او د افغانستان ملي لوبډلې ته د رسېدو لپاره لا ډېره تجربه ترلاسه کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.