TOOSnews
اعلان
افغان تبارې سياستوالې عايشه وهاب د امريكا د كانګرس د ټاكنو لومړۍ مرحله وګټله.
نړۍټوس نیوز

افغان تبارې سياستوالې عايشه وهاب د امريكا د كانګرس د ټاكنو لومړۍ مرحله وګټله.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان‌تبارې امریکایي سیاستواله او د کالیفورنیا د ایالتي سنا غړې عایشه وهاب د دغه ایالت د کانګرس د ۱۴مې حوزې په ځانګړو لومړنیو ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې او لومړی مقام یې خپل کړ.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، نوموړې د روان کال د نومبر میاشتې د کانګرس په عمومي ټاکنو کې د ګډون رسمي جواز هم ترلاسه کړی دی.

دا ځانګړې ټاکنې وروسته له هغه ترسره شوې چې د دغې حوزې پخواني استازي اریک سوالویل د اخلاقي سرغړونو او جنسي تورونو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه. د هغه له وتلو وروسته، عایشه وهاب د خپل پیاوړي کمپاین او سیمه‌ییز ملاتړ په مرسته وتوانېده چې د خپلو سیالانو څخه مخکې شي.

سیاسي شنونکي د وهاب دغه لومړنۍ بریا مهمه بولي او اټکل کوي چې هغه د نومبر په عمومي ټاکنو کې هم د بریا لوړ چانس لري. په کالیفورنیا کې د هغې مخکښي د دې څرګندونه کوي چې د رایه ورکوونکو ترمنځ د نوي سیاسي بدلون غوښتنه مخ په زیاتېدو ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.