لیکواله:سلیمه آریایي
د امریکا ان بي سي شبکې په یوه ځانګړي راپور کې د ایران د اف-۱۵الوتکې عملیات چې د امریکا او اسرایلو او ایران ترمنځ جګړې په لومړیو ساعتونو کې ترسره شول. دې راپور د ځینو رسنیو توجه ځانته اړولې ده.
ان بي سي د امریکا د څو پوځي سرچینو او چارواکو په حواله لیکلي چې د استخباراتي ارزونو او خپرو شوو تحلیلونو پربنسټ، یوه زړه ایرانی اف-۱۵ الوتکه توانېدلې چې د امریکا د څو هوایي دفاعي سیسټمونه تیره شي او د کویټ په یوه امریکايي پوځي اډه برید وکړي. په دې راپور کې ویل شوي چې دا پېښه ممکن د امریکا د پوځي لوړوالي په اړه په سیمه کې لیدلوري بدل کړي.
راپور زیاتوي چې دغه برید د ۱۰۰ څخه زیاتو اهدافو په لړۍ کې شامل و چې په سیمه کې په څو هېوادونو کې ترسره شوي دي.
د امریکا رسمي چارواکو تر اوسه په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی. همدارنګه ویل شوي چې دغه راپور په نورو رسنیو کې هم خپور شوی او په ایران کې هم د رسنیو له خوا بحث پرې شوی دی.








