شیا رائل وېتست، د امریکا د ښځینه باسکټبال لوبغاړې چې د استقلال د ښځینه باسکټبال ټیم لپاره لوبې کوي، اعلان کړی چې اسلام یې منلی او واده یې کړی دی.
د راپورونو له مخې، دې امریکایي ورزشکارې د ورزشي سیالیو له یوه ویډیو اخیستونکي سره واده کړی دی. د هغې د اسلام منلو او واده خبر په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو او ورزشي رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
تر اوسه پورې د دې لوبغاړې د اسلام منلو د دقیق وخت او همدارنګه د واده د مراسمو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
شیا رائل وېتست د استقلال د ښځینه باسکټبال ټیم د بهرنیو لوبغاړو له ډلې څخه ده، او د هغې د دین بدلون او واده خبر د ټولنیزو شبکو د کاروونکو او د ورزش مینهوالو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








