ځایي سرچينې په کاپيسا ولايت کې وايي چې حشمتالله، د افغانستان د ملي اردو پخوانی افسر او د سېلاب قولاردو د څلورم کنډک د تولي قوماندان، له څو ورځو بند وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هغه مړی د دغه ولايت په مرکزي روغتون کې موندل شوی دی.
د سرچينو په وينا، حشمتالله څلور ورځې وړاندې د جبلالسراج ولسوالۍ د عابدخېل له سيمې څخه د طالبانو له خوا نيول شوی و. سرچينې زياتوي چې هغه له نيول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول شوی و او کورنۍ يې په دې موده کې د هغه د حالت او د ساتنې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه درلودل.
محلي سرچينې همدارنګه وايي چې د دغه پخواني پوځي مړی تېر ماښام د کاپيسا ولايت په مرکزي روغتون کې موندل شوی دی. د هغوی په وينا، د هغه پر بدن د ټپونو نښې ليدل شوي دي؛ خو د مرګ اصلي علت یې تر اوسه په رسمي ډول نه دی تأييد شوی او نه هم اعلان شوی دی.
دا پېښه په داسې حال کې راپور کېږي چې په وروستيو کلونو کې هم د افغانستان د پخوانيو نظاميانو د نيولو، لادرکه کېدو او وژل کېدو ګڼ راپورونه د کورنيو او بشري حقونو د بنسټونو له لوري مطرح شوي دي. دغه راپورونه تل د پخوانيو ځواکونو د ځينو غړو د امنيتي او حقوقي وضعيت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
طالبانو تر دې وړاندې څو ځله ټينګار کړی چې عمومي عفو اعلان شوې او د پخواني حکومت له نظاميانو سره هېڅ ډول انتقامي چلند نه کېږي. خو د بشري حقونو بنسټونه د پخوانيو نظاميانو د نيولو او مرګ اړوند راپورونو په اړه د خپلواکو او شفافو څېړنو غوښتنه کوي.
تر دې دمه د دې راپور د خپرېدو تر وخته پورې د طالبانو چارواکو د حشمتالله د مرګ او د دې پېښې د جزئياتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








