د «له کابله تېښته» کتاب، چې د بریټانیا لیکوالې کارن بارټلېټ لیکلی، د ۲۰۲۶ کال د اورول معتبرې سیاسي جایزه ګټلې ده. دغه اثر د نږدې ۲۰۰ افغانو ښځینه قاضیانو او د هغوی د کورنیو د غړو د تېښتې مستند روایت وړاندې کوي، چې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووتل.
د اورول بنسټ د دې دورې د ګټونکو د اعلان پر مهال په یوه بیان کې ویلي چې افغانو ښځو په تېرو دوو لسیزو کې د قضايي نظام په برخه کې مهم رول لوبولی و. دغو ښځینه قاضیانو د فساد پر ضد مبارزه، او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړنه او پرېکړه کې مهمه ونډه لرله.
په بیان کې راغلي چې د لوېدیځو ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو قاضیانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ شو؛ ځکه چې طالبان کابل ته له ننوتلو وروسته زرګونه بندیان، د هغو کسانو په ګډون چې مخکې د دغو قاضیانو له خوا محکوم شوي وو، خوشې کړل.
کارن بارټلېټ د دې جایزې له ترلاسه کولو وروسته خپل نومول کېدل هم غیرمتوقع وبلل او ویې ویل: «دا ویاړ په حقیقت کې د افغانستان د ښځینه قاضیانو حق دی، چې بې سارې زړورتیا یې ښودلې ده.»
هغې همداراز د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې وویل: «په داسې حال کې چې زه په بریټانیا کې په ازادۍ ژوند او لیکوالي کوم، د افغانستان ښځې او نجونې له خپلو تر ټولو بنسټیزو حقونو، لکه د زده کړې، کار او ان حتا د خپلواک تګ راتګ له حق څخه محرومې دي.»
د اورول جایزې د ارزونې د پلاوي مشر روهان سیلوا دغه کتاب، چې د ډاکورث خپرندویې ادارې له خوا خپور شوی، «اغېزناک، له خواخوږۍ ډک او په روښانه ژبه لیکل شوی» اثر وباله. هغه وویل چې دا کتاب توانېدلی چې یوه داسې کیسه انځور کړي چې نړیوال اهمیت لري.
د کتاب یوه برخه د افغانستان د ښځینه قاضي ریحانه عطايي د خطرناکې کاري تجربې ته ځانګړې شوې ده. هغې د ننګرهار ولایت په یوه محلي محکمه کې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه، او کتاب د هغې د دندې د ترسره کولو پر مهال له ستونزو او ننګونو څخه روایت کوي.
کلیواله:سلیمه آریایي








