لیکواله:سلیمه آریایي
د تکوانډو سیالیو اولسم پړاو «جام گل سرخ»، چې د افغانستان د روحالله نیکپا لخوا د لومړي المپیکي طلا انعام ترلاسه کولو په مناسبت جوړې شوي وې، د پروان ولایت د ټیم په اتل والۍ سره پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې او د ورزشکارانو او د دې رشتې د مینه والو لخوا ښه هرکلی یې وشو.
په ټیمي رده بندي کې، د پروان ولایت ټیم د ۱۶ امتیازونو سره لومړی مقام ترلاسه کړ. وروسته له هغه، د جوزجان ولایت ټیم د ۱۴ امتیازونو سره دویم مقام او د بلخ ولایت ټیم د ۱۰ امتیازونو سره درېیم مقام ترلاسه کړ. همچنان د سمنگان ولایت ټیم د ۹ امتیازونو سره څلورم او د تخار ولایت ټیم د ۷ امتیازونو سره پنځم مقام ترلاسه کړ.
په انفرادي جوایزو کې، رحمان حیدري د پروان ولایت ټیم څخه د ۱۵۲ امتیازونو سره د دې دور غوره مبارز وپیژندل شو. دغه عنوان د سیالیو په پای کې د کمیټې له خوا ورته ورکړل شو.
همداراز، استاد ضیاءالحق احمدي، د پروان ولایت ټیم روزونکي، د دې سیالیو د غوره کوچ عنوان ترلاسه کړ. په ورته ډول، محمدافضل د تخار ولایت ټیم څخه د تخنیکي غوره لوبغاړي په توګه معرفي شو او استاد سید مسعود رسا، د تکواندو فدراسیون ملي قاضي، د سیالیو غوره قاضي وګرځېد.
د دې سیالیو جوړونکي تأکید کړی چې دغه ډول پروګرامونه د تکوانډو ورزش د پرمختګ او د غوره استعدادونو پیژندنې په برخه کې مهم رول لري او کولی شي د راتلونکي په لور د ورزشکارانو فني کچې لوړولو لپاره زمینه برابره کړي.








