د کابل د نجات څلي ویجاړېدل، چې د افغانستان د پلازمېنې له تاریخي سمبولونو څخه ګڼل کېږي، د ښاریانو،کلتوري فعالانو او ځینو سیاسي څېرو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. دې پېښې یو ځل بیا د تاریخي میراث او د افغانستان د تېر تاریخ د بېلابېلو روایتونو په اړه بحثونه د پام مرکز ته راوستي دي.
ځینې کسان دغه څلی د هغې دورې یادګار بولي چې د حبیبالله کلکاني د سیاسي بېثباتۍ پای ته رسېدو نښه وه، په داسې حال کې چې د هغه یو شمېر پلویان نوموړی یو ولسي او مجاهد شخصیت ګڼي. د نظرونو دغه توپیر د دې تاریخي اثر د ارزښت په اړه متضاد پوهاوي رامنځته کړي دي.
بل لور ته، طالبان چې د امانالله خان د دورې منتقدان هم دي، د دغه څلي د ویجاړولو اقدام یې کړی دی. د دې اقدام منتقدان وایي چې دا د افغانستان د تاریخي روایتونو د بدلولو یا بیا تفسیر کولو هڅه ده او دا یې جنجالي بللې ده.
د افغانستان د رسمي تاریخ په روایت کې، د نجات څلی د حبیبالله کلکاني د لنډمهاله واکمنۍ د پای او په کابل کې د محمد نادرشاه په مشرۍ د نوې سیاسي دورې د پیل سمبول ګڼل کېږي. دغه تاریخي نښه د خلکو د یوې برخې په ټولیزه حافظه کې ځانګړی ځای لري.
د کابل ښاروالۍ ویلي چې د دغه څلي ویجاړول د رغنیزو پروژو، په ځانګړي ډول د ترافیکي ستونزو د حل او د نویو پلونو د جوړولو په چوکاټ کې ترسره شوي دي. خو ځینې ښاري پراختیاپوهان باور لري چې دا اقدام د مخنیوي وړ و او کېدای شول د مناسب ډیزاین له لارې تاریخي ودانۍ وساتل شي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزي ویلي چې دغه ځلی به بېرته ورغول شي. هغه ټینګار کړی چې دا تاریخي اثر له ځان سره «یوه مهمه حماسه» لري او ښاروالۍ ورته درناوی لري. نوموړي همداراز یادونه کړې چې دا څلی پخوا هم ویجاړ شوی او بیا ورغول شوی و.
هغه زیاته کړې چې دا څلی د کابل د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د ښار د سوېلي سیمو خلکو لپاره کلتوري او تاریخي اهمیت لري او په راتلونکو پروګرامونو کې به ورته پاملرنه وشي.
د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي، په فېسبوک کې د دې پېښې په غبرګون کې، د نجات څلي ویجاړول د حبیبالله کلکاني د ملاتړ او د تاریخي ارزښتونو پر ضد اقدام بللی دی. هغه ټینګار کړی چې ښاري پراختیا باید د تاریخي سمبولونو د له منځه وړلو پلمه ونه ګرځي او له خلکو یې غوښتي چې د داسې اقداماتو پر وړاندې حساس واوسي.
بلخوا، سیاسي فعال فهیم کوهدامني بل ډول نظر وړاندې کړی او ویلي یې دي چې دغه منار باید کلونه مخکې لرې شوی وای. هغه ځینې تاریخي سمبولونه د قومي اختلافونو انعکاس بللی او له منتقدانو یې غوښتي چې د دې موضوع پر ځای د هېواد مهمو ستونزو ته پام وکړي.
د محمد اشرف غني د حکومت پخواني والي محمد حلیم فدایي هم د دې موضوع په غبرګون کې ویلي چې په داسې حال کې چې هېواد له پراخو بحرانونو سره مخ دی، یوازې د یوه څلي د ویجاړېدو پر موضوع تمرکز د افغانستان د وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي. هغه ټینګار کړی چې تر هغه چې اوسني سیاسي او فکري جوړښتونه بدل نه شي، ژورې ستونزې به دوام ولري.
ځینو کلتوري څارونکو د تاریخي میراث د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د داسې آثارو له پامه غورځول د ټولنې د تاریخي حافظې د کمزوري کېدو لامل کېدای شي. هغوی په تاریخي سیمو کې د رغنیزو پروژو د لا دقیقې ارزونې غوښتنه کړې ده.
په داسې حال کې چې د نجات څلي د بیا رغونې په اړه بحثونه دوام لري، دې پېښې یو ځل بیا په افغانستان کې د تاریخي روایتونو، ملي هویت او کلتوري سمبولونو په اړه زاړه اختلافات راژوندي کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








