محمد صلاح، د مصر د فوټبال ستوری، د ترکیې د ترابزوناسپور کلب سره د یوځای کېدو په درشل کې دی. دغه ۳۴ کلن بریدګر، وروسته له هغه چې د تېر فصل په پای کې له لیورپول څخه جلا شو، اوس د آزاد لوبغاړي په توګه له دغه کلب سره خبرې اترې کوي.
صلاح د چهارشنبې په ورځ استانبول ته ورسېد. ترابزوناسپور کلب په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ترابزون ښار کې د دې لوبغاړي د هرکلي د پروګرام جزیات به د کلب له رسمي چینلونو څخه خپاره شي.
ترابزوناسپور چې د «تور سمندر طوفان» په نوم هم پېژندل کېږي، تر اوسه ۷ ځله د ترکیې سوپرلیګ اتل شوی دی. د دې لوبډلې وروستۍ اتلولي په ۲۰۲۲ کال کې وه، چې د ۳۸ کلونو انتظار وروسته یې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
محمد صلاح په ۲۰۱۷ کال کې له روما کلب څخه لیورپول ته ولاړ او په دغه ټیم کې یې د ۹ فصلونو په ترڅ کې ګڼې بریاوې ترلاسه کړي. هغه له لیورپول سره ۲ ځله د انګلستان د غوره لیګ، یو ځل د اروپا د اتلانو لیګ، د کلبونو نړیوال جام، د اروپا سوپر جام، د انګلستان جام، ۲ ځله د اتحادیې جام او د خیریه جام اتلولۍ وګټلې.
دغه مصري بریدګر د لیورپول لپاره د لوبېدو پر مهال ۴ ځله د انګلستان د غوره لیګ تر ټولو زیات ګولونه ووهل او ۳ ځله د انګلستان د مسلکي فوټبالرانو اتحادیې له خوا د کال غوره لوبغاړی وټاکل شو. صلاح د لیورپول لپاره په ټولیز ډول ۴۴۲ لوبې ترسره کړي، ۲۵۷ ګولونه یې وهلي او ۱۲۰ پاسونه یې د ګول لپاره برابر کړي.
صلاح همدارنګه د مصر له ملي لوبډلې سره د ۲۰۲۶ نړیوال جام د یوولس غوره پړاو ته ورسېد، خو مصر د ارجنټاین پر وړاندې د ۳-۲ ماتې وروسته له سیالیو ووت.
په تېرو اوونیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې صلاح ښايي د بشیکتاش کلب سره یوځای شي، خو دا انتقال بشپړ نه شو. اوس د ترکیې رسنۍ وایي چې هغه ترابزوناسپور ته د نږدې کېدو په حال کې دی او د هوکړې امکان شته.
ترابزوناسپور کلب هم په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوګانو له لارې د محمد صلاح سره د خبرو د پیل خبر ورکړی او ترکیې ته د هغه راتګ یې د مینهوالو لپاره په ژوندۍ بڼه تعقیب کړی دی. د دې مصري ستوري له رسېدو وروسته، د دغه کلب یو شمېر مینهوالو په هوايي ډګر کې د هغه هرکلی وکړ.
لیکواله:سلیمه آریایي








