د اروپايي ټولنې د بشرپاله مرستو دفتر اعلان کړی چې د افغانستان د سېلابځپلو د ملاتړ لپاره یې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ته ۵۰ زره یورو اضافي مرسته ځانګړې کړې ده.
یاد دفتر د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، په اېکس خواله رسنۍ کې ویلي چې له دې نوې مرستې سره به د افغانستان د سېلابځپلو لپاره د اروپايي ټولنې ټولې مرستې به ۲۲۵ زره یورو ته ورسېږي، چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون له لارې به ولګول شي.
د اروپايي ټولنې د بشرپاله مرستو دفتر ویلي، دغه بودیجه به د سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د نغدي مرستو، سرپناه، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو لپاره وکارول شي.
د یاد دفتر په وینا، د دغو مرستو موخه د هغو کورنیو لاسنیوی دی چې په وروستیو سېلابونو کې یې کورونه، شتمنۍ او د ژوند لومړني امکانات زیانمن شوي دي.
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سېلابځپلو د ملاتړ لپاره ۱۷۵ زره یورو مرسته اعلان کړې وه، څو شاوخوا ۱۲ زره زیانمنو شویو کسانو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسول شي.
افغانستان په وروستیو میاشتو کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله د پراخو بشري او اقتصادي زیانونو شاهد پاتې شوی، او نړیوالې مرستندویه ادارې د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.
لیکوال:سعید سمیر








