د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه، چې ټاکل شوې وه چهارشنبې (د اګست پنځمه) ترسره شي، د دوامداره باران له امله لغوه شوه.
دا لوبه د اېرلنډ د بریدې په سیمه کې ترسره کېده، خو د سهار له پیله د باران د اورېدو له امله لوبه پیل نه شوه. لوبڅارانو له څو ساعتونو انتظار او د میدان له ارزونې وروسته پرېکړه وکړه چې لوبه لغوه اعلان کړي.
ټاکل شوې ده د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالي د جمعې په ورځ (د اګست اوومه) په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان نږدې څلور کاله وروسته د نړیوالو سیالیو لپاره اېرلنډ ته لوبډله استولې ده، او د دغې پنځه لوبیزې لړۍ کوربتوب اېرلنډ کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان رحمت شاه د لوبلړۍ له پیلېدو وړاندې هیله څرګنده کړې چې افغان لوبغاړي به ښه لوبه وکړي او د دغې لړۍ اتلولي به خپله کړي.
لیکوال:سعید سمیر








