TOOSnews
اعلان
د كونړ او نورستان ځنګلونه په پراخه كچه وهل كېږي.
افغانستانټوس نیوز

د كونړ او نورستان ځنګلونه په پراخه كچه وهل كېږي.

۲۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کونړ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دغه ولایت او د نورستان د ځینو سیمو ځنګلونه په پراخه کچه وهل کېږي او لرګي یې د قاچاقي لارو، ان په دولتي موټرو کې، لېږدول کېږي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د کونړ د چپې درې ترڅنګ د کړنګل او کلايګل سیمو ځنګلونه له جدي ګواښ سره مخ دي. د دوی په وینا، داسې معلومات خپاره شوي چې له کړنګل او کلايګل څخه د زرګونو موټرو لرګیو د انتقال اجازه ورکړل شوې ده.

دوی ادعا کوي چې دغه لرګي د تازه وهل شویو ونو دي او په سیمه کې د لرګیو د کاروبار بازار هم تود شوی دی.

د یوه سیمییز اوسېدونکي په وینا، اوس مهال ډېر لرګي له غرنیو سیمو څخه د قاچاقي لارو په وسیله او د دولتي موټرو په وسیله لېږدول کېږي.

ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې یو شمېر طالب چارواکي د لرګیو له کاروبار او انتقال څخه مالي ګټه ترلاسه کوي. د دوی په وینا، ځینې کسان په کابل کې د پیسو په بدل کې د ځنګلونو د وهلو او لرګیو د انتقال اجازه‌لیکونه یا امرونه ترلاسه کوي او وروسته دغه لرګي نورو ولایتونو ته لېږدوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د نورستان هغه ځنګلونه هم په پراخه کچه وهل کېږي چې د کونړ د دره‌پیچ ولسوالۍ له سیمو سره پر پوله پراته دي.

د کړنګل او کلايګل اوسېدونکو له طالب چارواکو غوښتي چې د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د انتقال مخه ونیسي او د سیمې طبیعي شتمني خوندي کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.