د طالبانو د چارو د ادارې رییس نورالحق انور ادعا کړې، چې د طالبانو اداره او د هغوی کړنې د اسلام د پیغمبرانو له لارې سره ورته والی لري او د دوی نظام د نبیانو پر قدم روان دی.
نوموړي د یکشنبې په ورځ د چارو د ادارې له کارکوونکو سره په یوه غونډه کې ویلي، چې د طالبانو ادارې د حضرت ابراهیم (ع) په څېر د هغه په وینا د «نړیوال کفر» پر وړاندې مبارزه کړې او تر اوسه پر خپل دریځ ولاړه ده.
نورالحق انور د طالبانو تر واک لاندې ژوند د شکر وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دوی نظام د نبیانو پر لار روان دی او د همدې موخې لپاره یې بېلابېل خطرونه منلي دي.
هغه ادعا کړې چې طالبان هېڅکله له خپل «حق دریځ» څخه نه دي پر شا شوي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې قربانۍ ورکړې دي.
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان له واک ته رسېدو وروسته تل خپل نظام د اسلامي اصولو پر بنسټ بولي، خو د دوی پر تګلارو او سیاستونو د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له لوري پراخې نیوکې هم شوې دي.
لیکوال:سعید سمیر








