د طالبانو پر ضد د وسلهوالو مخالفو ډلو له ډلې سپاهيان میهن جبهې د خپلې لومړۍ رسمي کړنلارې په خپرولو سره اعلان کړی چې د وسلهوالو نښتو پر مهال به د جینوا د څلورو کنوانسیونونو، د بشردوستانه نړیوالو اصولو او اسلامي ارزښتونو رعایت د خپلو فعالیتونو له اساسي اصولو څخه ګڼي.
دې جبهې د سېشنبې په ورځ، د زمري شپږمه، خپله کړنلاره چې درې فصلونه او شل مادې لري، خپره کړه او دا یې د جګړې په ډګر کې د خپلو ځواکونو د چلند لپاره د بنسټیز سند په توګه معرفي کړه. د دې ډلې په وینا، د دغه سند موخه د پوځي چلند تنظیم، د انساني کرامت ساتنه او د دیني ارزښتونو او نړیوالو معیارونو ته ژمنتیا ده.
د دې کړنلارې له مخې، سپاهيان میهن جبهې ژمنه کړې چې ملکي وګړي او د مقابل لوري د ځواکونو د کورنیو غړي به نه په نښه کوي او د هغوی له برمته کولو، ګواښلو او یا پرې د هر ډول فشار له راوړلو څخه به ډډه کوي. همداراز، په دې سند کې د جګړو پر مهال د عامه تاسیساتو، لکه روغتونونو، ښوونیزو مرکزونو، د اوبو او برېښنا شبکو او د افغانستان د فرهنګي میراثونو پر ساتنې ټینګار شوی دی.
د کړنلارې په بله برخه کې راغلي چې له جنګي بندیانو سره به د نړیوالو کنوانسیونونو او اسلامي اصولو پر بنسټ چلند کېږي. په دې سند کې شکنجه، سپکاوی او د جنګي بندیانو هر ډول ځورونه منع اعلان شوې او ټینګار شوی چې ټپیان به د درملنې په برخه کې لومړیتوب ولري. همداراز، دې جبهې ویلي چې د جنګي بندیانو د وضعیت د څارنې لپاره د نړیوالو بنسټونو له نظارت څخه هرکلی کوي او هغوی ته به د معلوماتو او لیدنې زمینه برابره کړي.
د دې کړنلارې یوه ماده د جاسوسۍ د تورونو د ارزونې څرنګوالي ته ځانګړې شوې ده. د دیارلسمې مادې له مخې، تورن کسان به د اسنادو او شواهدو تر وړاندې کېدو وروسته، په علني محکمه کې او د رسنیو په حضور کې محاکمه کېږي، او که جرم یې ثابت شي، د اعدام له حکم پرته به په سختو سزاوو محکوم شي.
په دې سند کې د جبهې د سرغړوونکو غړو لپاره ځانګړي انضباطي مقررات هم ټاکل شوي دي. د اتلسمې مادې له مخې، هر هغه غړی چې د مال غصب، زور اخیستنې، ګواښ، جنسي تېري، شکنجې یا د انساني کرامت د هر ډول نقض په تور تورن وي، په یوه خپلواکه او شفافه محکمه کې به محاکمه کېږي او د کړنلارې له مخې به ورسره قانوني چلند کېږي.
د سپاهيان میهن جبهې نوم د چنګاښ د ۲۶ مې نېټې له هغه برید وروسته ډېر مطرح شو چې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز یې ترسره کړه. د دې برید پر مهال، دغې ډلې د څو ساعتونو لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ او استخباراتو ریاست کنټرول په خپل لاس کې واخیست. دا د ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، لومړنۍ راپور شوې پېښه ګڼل کېږي چې د یوې ولسوالۍ مرکز لنډمهاله د طالبانو له ولکې وتلی وي.
د سپاهيان میهن جبهې مشري د افغانستان د پخواني پوځ د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی قیوم ملنګ پر غاړه لري. سره له دې چې دې جبهې خپله کړنلاره خپره کړې، تر اوسه هېڅ خپلواک نړیوال بنسټ د دې سند د ژمنو د عملي کېدو په اړه د دې ډلې ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تأیید یا ارزولي.
لیکواله:سلیمه آریایي








