TOOSnews
اعلان
اسرائیلي پوځ ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله ۱۰ مرکزونه هدف ګرځولي دي.
نړۍټوس نیوز

اسرائیلي پوځ ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله ۱۰ مرکزونه هدف ګرځولي دي.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان به جنوب کې حزب‌الله پورې اړوند ۴۰ پوستې د بريدهدف کرځولي دي.

الجزیرې د جمعې په ورځ، د می په ۱ نېټه راپور ورکړی چې د اسراییل پوځ ادعا کړې چې دغه پوستې د حزب‌الله ځواکونو لخوا کارول کېدې.

د اسراییل د پوځ په یوه بیان کې راغلي چې د اسراییل په شمال کې د خطرې زنګ غږېدلی دی، ځکه چې یو نامعلومه هوایي وسیله لیدل شوې وه او بیا تعقیب شوې.

نړیوالې رسنۍ مخکې راپور ورکړی وو چې د حزب‌الله لخوا د اسراییل په شمال کې د “شومرا” سیمې کې د ډرون په بریدونو کې ۱۲ اسراییلي سرتېري ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې که څه هم اوربند پلي شوی، خو د اسراییل او لبنان ترمنځ تناوونه لا هم دوام لري.

د خوراک نړیوال پروګرام ویاند هم ویلي وو چې د اسراییل د بریدونو له امله په لبنان کې د امنیتي محدودیتونو له کبله، د دې سازمان مرستندویه فعالیتونه ځنډېدلي او د اړمنو لاسرسی مرستو ته ستونزمن شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.