TOOSnews
اعلان
د امريكا د پخواني ولسمشر بايډن د خاطراتو كتاب د نومبر په ۱۷ مه بازار ته راځي.
کلتور او هنرټوس نیوز

د امريكا د پخواني ولسمشر بايډن د خاطراتو كتاب د نومبر په ۱۷ مه بازار ته راځي.

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ټاکل شوې چې،د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د خاطراتو نوی کتاب د روان زېږدیز کال د نومبر په ۱۷مه خپور شي. دا کتاب په داسې مهال بازار ته وړاندې کېږي چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو یوازې څو اونۍ تېرې شوي دي.

له دې وړاندې، د امریکا پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس هم تېر کال خپل د خاطراتو کتاب د «۱۰۷ ورځې» تر عنوان لاندې خپور کړی و. نوموړې په دې کتاب کې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د هغو لنډو ټاکنیزو هڅو او کمپاینونو یادونه کړې چې د بایډن له سیالۍ د وتلو وروسته یې د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ترسره کړي وو.

په همدې حال کې، د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د امریکا جګپوړو ډیموکراټ چارواکو، چې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ګوند د ماتې ارزونه کوله، دې پایلې ته رسېدلي چې د غزې جګړې په اړه د بایډن د ادارې سیاست د کاملا هرېس د ټاکنیز کمپاین لپاره یو «بشپړ منفي» او زیانمنوونکی فکتور و او د دیموکراټ ګوند پر ټاکنیزو پایلو یې د پام وړ منفي اغېز کړی و.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.