TOOSnews
اعلان
نيويارک ټايمز: ټرمپ ايران ته د سختو شرايطو لرونكى نوى چوكاټ استولى.
نړۍټوس نیوز

نيويارک ټايمز: ټرمپ ايران ته د سختو شرايطو لرونكى نوى چوكاټ استولى.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د احتمالي هوکړې په تړاو خپل دریځ سخت کړی او د هوکړې اصلاح شوې نسخه یې تهران ته استولې ده. د راپور له مخې، ټرمپ د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه اندېښنې لري او د تهران له لوري د ځواب په ځنډ هم ناخوښ دی.

راپور زیاتوي چې واشنګټن غواړي ایران د نوي چوکاټ له مخې د امریکا غوښتنو ته ژر ځواب ووايي، خو د دواړو لورو ترمنځ د اټومي پروګرام، بندیزونو او د شتمنیو د ازادولو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو لا هم اختلافات موجود دي. د راپور له مخې، سره له دې چې خبرې اترې روانې دي، خو د هوکړې د نهایي کېدو لپاره لا هم د پام وړ خنډونه پر خپل ځای پاتې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.