TOOSnews
اعلان
د شمالي کوریا د ښځو فوټبال ټیم وروسته له ۸ کلونو سویلي کوریا ته سفر وکړ.
ورزشټوس نیوز

د شمالي کوریا د ښځو فوټبال ټیم وروسته له ۸ کلونو سویلي کوریا ته سفر وکړ.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د شمالي کوریا د ښځو فوټبال ټیم «نائه‌ګوهایانگ» د آسیا د ښځو د اتلولۍ لیګ د نیمه پایلوبې لپاره سویلي کوریا ته ورسېدې؛ دا د شمالي کوریا د ورزشکارانو لومړنی سفر سوېلي کوریا ته په تېرو اتو کلونو کې دی.

د دې ټیم کاروان کې ۲۷ لوبغاړې او ۱۲ تنه تخنیکي عمله شامل دي، چې د یکشنبې په ورځ د اینچئون ښار ته رسېدلي ترڅو د «سوون ایف‌سي» په وړاندې لوبې لپاره چمتووالی ونیسي. دا لوبه د چهارشنبې په ورځ په سوون ښار کې ترسره کېږي.

د سویلي کوریا د یووالي وزارت ویلي چې دا سفر د دواړو کوریاوو د تبادلې قوانینو پر بنسټ تایید شوی او د ټیم د پاتې کېدو اجازه تر راتلونکې اونۍ پورې ورکړل شوې ده. که ټیم له سیالۍ څخه بهر شي، نو کاروان به ژر تر ژره شمالي کوریا ته ستنېږي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د تېرو کلونو په ترڅ کې د دواړو کوریاوو اړیکې له جدي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. شمالي کوریا تازه سویلي کوریا «اصلي دښمن» بللی او یو ځل بیا یې د دواړو هېوادونو د یووالي مخالفت کړی دی.

سره له دې چې سیاسي فضا تر ډېره له تناوونو ډکه ده، راتلونکې لوبه د مینه‌والو له پراخ هرکلي سره مخ شوې او ټول ټکټونه یوازې په یوه ورځ پلورل شوي دي.

د سویلي کوریا واکمن ګوند هم هیله څرګنده کړې چې دا لوبه کولی شي د دواړو لوریو ترمنځ واټن کم کړي او د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د سویلي کوریا چارواکو ویلي چې د دې پېښې په تنظیم کې د حکومت رول محدود دی، ځکه لوبه د ورزشګاوو ترمنځ ترسره کېږي؛ خو د مېلمنو ټیم د حضور لپاره ټول اړین ملاتړ برابر شوی دی.

د آسیا د فوټبال کنفډراسیون د قوانینو پر بنسټ، په دې لوبه کې د ملي سرودونو او سیاسي نښانو، لکه د دواړو کوریاوو د یووالي بیرغ، کارول منع دي.

د دې لوبې ګټونکی به په پایلوبه کې د اسټرالیا د «ملبورن سټي» او جاپان د «توکیو وردي» ترمنځ د لوبې له ګټونکي سره مخامخ شي.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.