TOOSnews
اعلان
د ۱۴۰۵ كال كانكور پايلې اعلان شوې؛ د پروان څخه راشد لومړى مقام خپل کړ.
افغانستانټوس نیوز

د ۱۴۰۵ كال كانكور پايلې اعلان شوې؛ د پروان څخه راشد لومړى مقام خپل کړ.

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ازموینو ادارې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې او ویلي یې دي چې د پروان ولایت د محمد ملا شهید عالي لېسې فارغ راشد، د پهلوان زوی، د ۳۶۰ نومرو په ترلاسه کولو سره د هېواد په کچه لومړی مقام خپل کړی دی.

د دې ادارې رییس عبدالباقي حقاني د دوشنبې په ورځ وویل، په تېرو څلورو کلونو کې د کانکور په ازموینه کې د دومره لوړې نمرې ترلاسه کول بې‌ساري دي.

د اعلان شویو پایلو له مخې، د کونړ ولایت انعام‌الله د ۳۵۸ نومرو په ترلاسه کولو دویم، د پکتیا ولایت عبدالهادي د ۳۵۶ نومرو په ترلاسه کولو درېیم، محمد ایمن د میدان وردګو ولایت د ۳۵۶ نومرو په ترلاسه کولو څلورم او بسم‌الله جان هم د همدې ولایت د ۳۵۶ نومرو په ترلاسه کولو پنځم مقام خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري پر نجونو د لوړو زده‌کړو د بندیز له امله، دا څلورم پرله‌پسې کال دی چې افغانې نجونې د پوهنتونونو د کانکور له ازموینې محرومې دي او د کانکور پایلې د هغوی له ګډون پرته اعلانېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.