د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازې ویلي، چې د افغانستان په اړه د روسیې د سیاست اساسي دریځ نه دی بدل شوی او له طالبانو سره باید د اعتماد پر بنسټ تعامل وشي.
هغې ټینګار وکړ چې دغه تعامل باید له ضربالاجلونو او سیاسي فشارونو پرته ترسره شي، ځکه د هغې په وینا، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره رغنده او دوامداره همکاري اړینه ده.
د روسیې استازې وویل، د سیمې هېوادونه او د مسکو فارمټ غړي د افغانستان په تړاو ګډو هڅو ته ژمن دي. نوموړې زیاته کړه چې د مرستو مشروطول او یا هم د افغانستان په تړاو انتخابي چلند کول د ستونزو د حل پر ځای کړکېچ اوږدوي.
هغې د یوناما لپاره د نوي مسئول د ټاکلو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د طالبانو نظرونه باید واورېدل شي او د سازمان په راتلونکو پرېکړو کې د هغوی رضایت هم په پام کې ونیول شي.
د روسیې استازې افغانستان د ځانبسیاینې او ثبات پر لور روان هېواد وباله او ویې ویل چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې غیرسیاسي ملاتړ، وخت او لا ډېرو هڅو ته اړتیا لري.
هغې همداراز د داعش پر ضد د طالبانو روانې هڅې ناکافي وبللې، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانانو ملاتړ باید د سیاسي ملاحظاتو قرباني نه شي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ثبات له بهیر سره همکاري وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








