TOOSnews
اعلان
د افغانستان غوره ليګ دويم پړاو لپاره د لوبډلو دپلور لړۍ پيلېږي.
ورزشټوس نیوز

د افغانستان غوره ليګ دويم پړاو لپاره د لوبډلو دپلور لړۍ پيلېږي.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APL) د دویم پړاو د ترسره کېدو لپاره د پنځو لوبډلو د امتیاز او پلور پروسه رسماً پیلوي.

د کرکټ بورډ په وینا، کورني او بهرني سوداګر، پانګوال او د سپورټ برخې مینه‌وال کولای شي په دې بهیر کې برخه واخلي او د لوبډلو د اخیستو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

د معلوماتو له مخې، د مې میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې پانګوال فرصت لري چې خپلې غوښتنې او اړوند اسناد د کرکټ بورډ ادارې ته وسپاري.

کرکټ بورډ ویلي، د افغانستان غوره لیګ بیا پیل به د هېواد د کرکټ ودې، د ځوانو لوبغاړو د تجربې زیاتېدو او نړیوالو لوبغاړو سره د سیالۍ زمینه برابره کړي.

دوی زیاتوي، دغه لیګ نه یوازې د ورزش په برخه کې مهم رول لري، بلکې کولی شي افغانستان ته اقتصادي ګټې او بهرنۍ پانګونه هم راجلب کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.