د طلایي درې اتلانو مستند، چې د بامیان ولایت د سکيبازانو ژوند د طالبانو د بیا واکمنېدو نه مخکې او وروسته انځوروي، د سپورټي مستندونو په برخه کې د ملي ایمي جایزې ګټونکی شوی دی.
دا مستند د بامیان د الپاین سکي کلب د غړو او د هغوی د روزونکي، علیشاه فرهنگ، ژوند تعقیبوي. هغه ورزشکاران چې هڅه یې کوله د افغانستان په غرنیو سیمو کې د سکي لپاره یوه ټولنه رامنځته کړي، خو د ۲۰۲۱ کال د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته له بېځایه کېدو او نامعلوم راتلونکي په څېر ستونزو سره مخ شول.
د دې اثر تولیدوونکي، بکتاش احدي، ویلي چې دا جایزه یوازې د یو فلم نه ده، بلکې د افغانستان د خلکو د قدرونې نښه هم ګڼل کېږي.
هغه په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا بریا له یوې جایزې څخه ډېره ده او دا یادونه کوي چې د افغانستان خلک، د هغوی خوبونه، عزت، زغم او انسانیت باید نه یوازې د بحران په وخت کې، بلکې د بریا په شېبو کې هم د نړۍ د پام وړ وګرځي.»
بکتاش احدي دا جایزه د افغانستان خلکو، علیشاه فرهنگ، په مستند کې ګډون کوونکو ورزشکارانو او همدارنګه په ټوله نړۍ کې کډوالو ته ډالۍ کړې ده.
دا مستند د بن استورګولوفسکي په لارښوونه او د بکتاش احدي او کیټي سټیرنهولم په تولید جوړ شوی، او د بامیان د هغو ورزشکارانو ژوند انځوروي چې د کلونو جګړو او سختیو سره سره خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي. دا اثر همدارنګه د هغوی د یوې برخې برخلیک د جمهوري نظام له سقوط او اجباري کډوالۍ وروسته تعقیبوي.
د مستند تولیدوونکي ویلي چې د دې اثر له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه دا ده چې نړیوالو لیدونکو ته د افغانستان د خلکو یو متفاوت انځور وړاندې شوی دی؛ داسې انځور چې د جګړې او بحران له روایتونو څخه اوړي.
هغه زیاته کړې چې د دې تجربې تر ټولو اغېزمنه برخه دا وه چې لیدونکي له کرکټرونو سره د ورزشکارانو، ملګرو او انسانانو په توګه اړیکه نیسي، نه یوازې د جګړې او بحران له امله اغېزمنو کسانو په توګه.
دا مستند د المپیک د نړیوالې کمېټې په ملاتړ جوړ او خپور شوی او د دې بنسټ د انټرنېټي پاڼې له لارې د لیدونکو لپاره د لاسرسي وړ دی.
د دې جایزې ګټل په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د افغانستان فلمسازان، هنرمندان او ورزشکاران لا هم هڅه کوي د دې هېواد د خلکو بېلابېل روایتونه په نړیواله کچه وړاندې کړي؛ هغه هېواد چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو رسنیو په تمرکز کې کم راغلی دی.
بامیان، چې د خپلو سړو ژمي او لوړو غرونو له امله مشهور دی، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د سکي د مهمو مرکزونو څخه یو ګرځېدلی و او د سکي کلنۍ سیالۍ به یې د هېواد دننه او بهر ګډونوال جذبول.
لیکواله:سلیمه آریایي








