TOOSnews
اعلان
طالبان په بدخشان كې د مخالفو جبهو پرضدد پراخو عملياتو لپاره چمتووالى نيسي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان په بدخشان كې د مخالفو جبهو پرضدد پراخو عملياتو لپاره چمتووالى نيسي.

۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د باوري سرچینو په وینا، په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو جبهو د بریدونو له زیاتېدو سره، طالبان د پراخو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي او یاد ولایت ته یې د خپلو لوړپوړو قوماندانانو په ګډون اضافي ځواکونه استولي دي.

د سرچینو په خبره، د مخالفو جبهو وروستیو بریدونو او پوځي تحرکاتو طالبان اړ کړي چې خپل پوځي چمتووالی پیاوړی کړي او د پراخو عملیاتو لپاره تیاری ونیسي. سرچینې زیاتوي چې د دغو تحرکاتو له امله د طالبانو چارواکي اندېښمن شوي او ښايي په نږدې راتلونکي کې عملیات پیل کړي.

سرچینې وایي، طالبانو په وروستیو ورځو کې د بدخشان د زېباک ولسوالۍ ته نور ځواکونه لېږدولي او د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې ځای پر ځای کړي دي. همداراز، په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول یفتل کې، نوې امنیتي پوستې جوړې شوي او په بېلابېلو برخو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. د سرچینو په وینا، د بدخشان امنیتي وضعیت «نازک» دی.

تر دې وړاندې، د «سپاهیان میهن» په نوم نوې جوړې شوې وسله‌والې ډلې ادعا کړې وه چې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ کنټرول یې د څو ساعتونو لپاره له طالبانو اخیستی او د هغوی ځواکونه یې بې‌وسلې کړي دي. له دې وروسته، د ازادۍ جبهې هم د زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو د بریدونو ادعا وکړه. سرچینې وایي، طالبانو د چریکي بریدونو د اندېښنې له امله په ګڼو سیمو کې د شپې ګزمې او پېرې هم زیاتې کړي دي.

د سرچینو په وینا، د هلمند لپاره د طالبانو والي امان‌الدین منصور او د دې ډلې د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت دا مهال په بدخشان کې حضور لري. امان‌الدین منصور د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس ذبیح‌الله امیري د جنازې په مراسمو کې هم ګډون کړی و. ذبیح‌الله امیري، چې د امان‌الدین منصور د خور زوی و، د بهارک–فیض‌آباد پر لویه لار د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی و. سرچینې وایي، د برید د عاملانو نه پېژندل کېدو د طالبانو امنیتي اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي.

سرچینې دا هم وایي چې د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه فاتح لا هم خپل ځواکونه له سنګرونو نه دي ایستلي او د هغه ورور د طالبانو پر ضد دریځ ملاتړ کوي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو د اندېښنې یو مهم لامل د جګړې په ډګر کې د ځواک انډول بدلېدل دي. د دوی په وینا، د ازادۍ جبهې ځواکونه د بدخشان په غرنیو سیمو کې له درنو وسلو او تجهیزاتو سره ځای پر ځای شوي، چې د طالبانو د احتمالي عملیاتو پلي کول یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو، په ځانګړي ډول د ازادۍ جبهې، بریدونه زیات شوي دي. دغې جبهې په وروستیو ورځو کې ادعا کړې چې د زېباک ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې یې د طالبانو څو مهمې پوستې نیولې او د دې ډلې دوه بې‌پیلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړي دي. د بدخشان او سرپل وروستیو امنیتي پېښو هم د طالبانو امنیتي اندېښنې لا زیاتې کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.