کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې یوه موټرچلوونکي د کابل ښار د شپږمې حوزې په سیمه کې د نجونو له یوې ډلې سره په خپل موټر ټکر کړی او یو شمېر یې ټپیانې کړي دي. د هغه په وینا، د پېښې عامل پېژندل شوی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
ځدران وویل چې د دې پېښې ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د قناعت وړ بلل شوی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه پېښه د غبرګولي ۱۷مه، د یکشنبې ورځ، د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې یوه سپین رنګه لندکروزر موټر له هغو ځوانو ښځو سره ټکر کړی چې د سړک پر غاړه روانې وې.
طالبانو تر اوسه د قربانیانو د هویت او یا هم د دې پېښې د نورو جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
باخبره سرجینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یاد موټر د نمبر پلېټ له درلودو بېبرخې و او ښیښې یې هم تورې وې.
د طالبانو د پولیسو ویاند د دې پېښې د ټپیانو شمېر درې تنه یاد کړ او ویې ویل چې د پېښې د عامل د نیولو لپاره څېړنې او هڅې لا هم دوام لري.
د طالبانو پولیسو د پېښې له رامنځته کېدو نږدې څلور ورځې وروسته، او وروسته له هغه چې د پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه، په دې اړه وضاحت ورکړ. خو د طالبانو چارواکو لا هم د موټرچلوونکي د هویت، د دې عمل د احتمالي انګېزې او دا چې ولې نوموړی په تېرو ورځو کې نه و نیول شوی، په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.
د دې پېښې ویډیویي انځورونو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرېدو وروسته د خلکو او رسنیو پراخ پام ځان ته اړولی او د پېښې د څرنګوالي او د هغې د تعقیب او څېړنې د بهیر په اړه ګڼې پوښتنې راپورته شوې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








