TOOSnews
اعلان
طالبانو ښوونځيو او مدرسو ته د ځيركو مبايلونو پر وړلو بنديز ولګاوه.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو ښوونځيو او مدرسو ته د ځيركو مبايلونو پر وړلو بنديز ولګاوه.

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو امریت په یوه نوي مکتوب کې د کابل ښوونځیو او مدرسو ته لارښوونه کړې چې له دې وروسته به زده‌کوونکو ته تعلیمي مرکزونو ته د ځیرکو مبایلونو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دغه مکتوب کې ویل شوي چې د زده‌کوونکو له لوري د ځیرکو مبایلونو کارول د هغوی پر زده‌کړو او تمرکز منفي اغېز کوي، له همدې امله پرې بندیز لګول شوی دی.

دغه پرېکړه داسې مهال شوې چې په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو ځینې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول، چې پکې زده‌کوونکي د درسونو پر مهال ویده ښکاري او یا هم د ښوونکو د نه شتون پر مهال په ټولګیو کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کوي. د دغو صحنو خپرېدو د تعلیمي چاپېریال په اړه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

بلخوا، یو شمېر شنونکي دا ډول پېښې د افغانستان د تعلیمي نظام د کمزورۍ نښې بولي او وایي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د زده‌کړو کیفیت له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

همداراز، د ځینو زده‌کوونکو کورنۍ او د تعلیم برخې فعالان ټینګار کوي چې د مبایلونو د بندولو پر ځای باید د زده‌کړو د کیفیت لوړولو، د مسلکي ښوونکو د ګمارنې او د تعلیمي اسانتیاوو د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لا هم پر ځای دي او میلیونونه نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي. منتقدان وایي چې د دې محدودیتونو ترڅنګ د هلکانو په ښوونځیو کې هم د زده‌کړو کیفیت راټیټ شوی، خو په ورته وخت کې د مدرسو جوړولو او پراختیا ته زیاته پاملرنه شوې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.