باوري سرچینو ویلي، چې طالبانو د طلوع نیوز دوه بندي خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش، د اختر لپاره په ضمانت په لنډمهالي ډول ازاد کړي دي.
د سرچینو په وینا، دغه خبریالان یوازې د لنډ وخت لپاره خوشې شوي او له اختر وروسته به د دوی پر وړاندې د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره د طالبانو محکمو ته حاضرېږي.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې یاد خبریالان د چا په تضمین او د څومره مودې لپاره خپلو کورنیو ته سپارل شوي، خو طلوع نیوز هم تر دې مهاله د خپلو دغو کارکوونکو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د طلوع نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د غويي په ۱۷مه د کابل ښار د شیرشاه مېنې (کارته چهار) سیمې څخه او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش د غويي په ۱۹مه د طلوع نیوز دفتر ته څېرمه نیولي وو.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د غويي په ۲۲مه د دغو خبریالانو نیول تایید کړي وو او ویلي یې وو، چې د امنیتي ادارو له لوري څو ورځې وړاندې د طلوع نیوز دوه خبریالان نیول شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند په اعلامیه کې راغلي وو، چې د نیول شویو خبریالانو دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمو تر اوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
لیکوال:سعید سمیر








