TOOSnews
اعلان
طالبانو په هلمند كې د بدن ښكلا او فټنس سيالۍ ترسره كړې.
ورزشټوس نیوز

طالبانو په هلمند كې د بدن ښكلا او فټنس سيالۍ ترسره كړې.

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۹۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس سیالۍ ترسره شوې چې په پایله کې یې ۱۰ تنه د هلمند د بدن ښکلا او فټنس ټاکنیزې لوبډلې ته غوره شول.

د دغې ادارې د یکشنبې ورځې (د چنګاښ ۲۱مه) د خبرپاڼې له مخې، په سیالیو کې د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې رئیس احمدالله وثیق او د هغه مرستیال هم ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، امین‌الله د «مسټر هلمند» او احسان‌الله د «جونیر هلمند» لقبونه خپل کړل، او د سیالیو په پای کې لس ورزشکاران د هلمند د بدن ښکلا او فټنس ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.