TOOSnews
اعلان
طالبانو په شپږو ولايتونو كې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو خبردارى وركړى.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په شپږو ولايتونو كې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو خبردارى وركړى.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی چې دوشنبې (د زمري ۵مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې، په دغو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۵ میلی‌مترو پورې وي. همداراز اټکل شوی چې په مرکزي، ختیځو، سوېل‌ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې به د ساعت له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې چټک بادونه هم ولګېږي.

دا خبرداری داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۴ کسان مړه، ۲۹ نور ټپیان او ۴۴۶۲ کورنۍ زیانمنې شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.