د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه ښار کې یې د کتابونو یو ورځنی نندارتون پرانیستی دی. د طالب چارواکو په وینا، په دې نندارتون کې د بېلابېلو برخو سلګونه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د دې نندارتون اصلي موخه په ټولنه کې د مطالعې کلتور پیاوړي کول او د کتاب لوستلو لوري ته د ځوانانو هڅول دي. هغوی زیاته کړې، چې د ورته پروګرامونو له لارې غواړي ځوان نسل له مطالعې سره لا ډېر بلد او وهڅوي.
ځايي اوسېدونکو هم د دغه ډول نندارتونونو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د کتابونو نندارتونونه کولی شي د مطالعې دود پیاوړی او د ځوانانو فکري کچه لوړه کړي.
لیکوال:سعید سمیر








